دا وطن افغانستان دی دا عزت د هر افغان دی کور د سولی کور د توری هر بچی یی قهرمان دی دا وطن د ټولو کور دی د بلوڅو، د ازبکو د پښتون او هزاره وو د ترکمنو، د تاجکو ورسره عرب، ګوجر دی پامیریان، نورستانیان براهوی دی، قزلباش دی هم ایماق، هم پشه یان دا هیواد به تل ځلیږی لکه لمر پرشنه آسمان په سینه کی د آسیا به لکه زړه وی جاویدان نوم د حق مو دی رهبر وایو الله اکبر وایو الله اکبر